په لغمان کې خیبر نوښت خصوصي راډیو خپل فعالیت ودراوه
د لغمان په مرکز مهترلام کې د خیبر نوښت په یوې خصوصي راډيو وروسته له هغې خپل نشرات ودرول چې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شوه.
د تړل شوې خیبر نوښت راډيو مسؤل مدیر کیهان احمدزي نن(د کب په ۱۱مه) ازادي راډيو ته وویل چې خیبر نوښت راډیو د خپلو ۲۲ کارکوونکو په ملتیا شااوخوا لس کاله بریالی مزل وکړ خو په دې وروستیو ۶ میاشتو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه.
ښاغلی احمدزی وایي:" خیبر نوښت راډيو له تېرو لسو کالنو راهیسې فعالیت درلود او په بېلابېلو لکه سیاسي، تفریحي، اطلاعاتي، ټولنیزو، ادبي او فرهنګي برخو کې په هغسې چې د ولس غوښتنه او اړتیا وه، خپرونې کولې او خپله پالیسي مو پرمخ وړله، خو د اقتصادي ستونزو له کله مو نور نشو کولای چې پرمخ لاړ شو او د کب په ۹مه نېټه مو خپل نشرات ودرول."
د خیبر نوخت راډيو د مسؤلانو په خبره، له پیله ورسره په نشراتي او اداري برخو ۲۲ کارکوونکو فعالیت درلود چې په دوی کې ۱۸ نارینه او ۴ یې ښځينه کارکوونکې وې دمګړۍ په کور ناست دي.
اخوا په ختیځ کې د رسنیو د ملاتړ یو شمېر ټولنې دغه ډول خبرونه رسنیز ډګر ته ټکان ورکوونکي بولي او راتلونکې ته یې اندېښمنې دي.
په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې مشر یوسف ظریفي ازادي راډيو ته وویل چې د خیبر نوښت په څېر څو نورو رسنیو هم چې خپلو کارکوونکو ته یې تنخواوې نه شوای ورکولای، خپل رسنیز فعالیتونه درولي دي.
ښاغلی ظریفي وایي:"په تېرو شپږو میاشتو کې له کله چې جمهوري نظام سقوط شوی او د طالبانو نظام واک ته رسېدلی دی، دوی خپلو کارمندانو ته معاشات نه وو ورکړي او خپل لګښتونه یې هم نشو پوره کولای نو ځکه یې خپل نشرات وتړل."
د خیبر نوښت راډيو تړل په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د دفاع او خوندیتوب ټولنو د معلوماتو له مخې، د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله په ختیخ زون کې ۷ راډيوګانو خپل فعالیتونه درولي دي.