یونېسکو: اوکراین کې دې کلتوري میراثونه خوندي شي
یونېسکو په اوکراین کې د کلتوري میراثونو د ساتنې غوښتنه وکړه.
د یونېسکو عمومي مشره ادري ازولي په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ وویل: "موږ باید په اوکراین کې د فرهنګي میراثونو د خوندي کولو غم وخورو."
له دوو اونیو راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی، یونېسکو د سټلایټ په مرسته د اوکراین د فرهنګي میراثونو څارنه کوي چې د جګړې په ترڅ کې ویجاړ نه شي.