۲کورنۍ: طالبانو د حسیبالله رحماني او ضیاالحق فاضل په نوم مدافع وکیلان نیولي
په کابل کې د دوو مدافع وکیلانو کورنۍ وايي، طالبانو د حسیبالله رحماني او ضیاالحق فاضل په نوم دوه مدافع وکیلان د دوشنبې په ورځ په غیرقانوني او د ټولو اصولو خلاف زنداني کړي دي.
د دې کورنیو غړي وايي، دا دوه مدافع وکیلان اوسمهال په درېیمه امنیتي حوزه کې بندیان دي.
دوی ازادي راډیو ته په رالېږلو پیغامونو کې ویلي، طالبانو د تمیم شنسب په غوښتنه دا کار کړی او پر دې وکیلانو یې تور لګولی چې ګنې د هغه له کوره یې پیسې وړي.
د دې کورنیو یو غړي د خپل نوم نهښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "داسې مهال چې په ۱۳۹۸ کال کې حسیبالله رحماني او ضیاالحق فاضل د نصیراحمد شنسب چې د تمیم شنسب مقابل کې و، مدافع وکیلان نه وو. په هغه کال چې اصلاً دوی نه نصیر پېژانده او نه هم تمیم او دې قضیه کې هېڅ ښکېل نه وو."
تمیم شنسب په مخکني حکومت کې د ځمکو د غصب، فساد، زورواکۍ، د امنیتي ځواکونو په وژنې او د عامه نظم د ګډوډۍ په تور په ۲۲ کاله زندان محکوم شوی وو.
د مدافع وکیلانو کورنۍ ادعا کوي چې ګنې تمیم شنسب دا کار د دې لپاره کړی چې په ۲۰۱۸م زیږدیز کال کې یې د ده پر ضد محکمه کې د پرانېستل شوې قضیې دفاع کړې.
ازادي راډیو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له ویاند سعید خوستي په دې اړه وپوښتل، خو ځواب یې را نه کړ، خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل، د پولیسو په حوزو کې په دې نومونو زنداني شوي څوک نهشته.
له دې امله چې د کابل په درېیمه امنیتي حوزه کې د استخباراتو یوه څانګه هم شته، د لا روښانتیا لپاره ازادي رآډیو د طالبانو د استخباراتو ریاست سره هم اړیکه ونیول، خو مطبوعاتي مسوولانو یې وویل، په دې اړه معلومات نهلري.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې خپله تمیم شنسب سره هم خبرې وکړو، خو له ډېرو هلو ځلو سره-سره، بریالي نه شوه او دا هم روښانه نه شوه چې دی اوس چېرې دی؟
تمیم شنسب د جمهوري نظام پر مهال، په ۲۰۱۸ کال کې د کابل په شهرنو سیمه کې له پخوانیو افغان ځواکونو سره نږدې ۲۴ ساعته نښته وکړه.
هغه د یوه کور په غصب، د یوه افغان افسر په وژل کېدو او۶ ملکیانو د ټپي کېدو او د عامه نظم د ګډوډۍ په تور په ۱۳۹۸ کال کې محکمې په ۲۲ کاله زندان محکوم کړ، خو احتمالاً واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، لکه د نورو زرګونو زندانیانو په څېر له بنده خوشې شو.
که څه هم کومې سرچینې دا خبره نه ده تائید کړې.
د تمیم شنسب له کوره هغه مهال پولیسو یو راکټ، ۷ کلاشینکوفونه، یو مېل پیکا او د ۱۵۰۰۰ څخه ډېرو مرمیو په ګډون ۱۷ ډوله وسلې او بېلابېل نظامي یونیفورمونه ونیول.
له هغه سره نیول شوي ۱۷ ملګري یې هم په ۱۷ کلن بند محکوم شو، خو داسې ښکاري چې هغوی هم د طالبانو له واکمنېدو وروسته، له زندانه ازاد شوي وي.