د امریکا مرستیال ولسمشره کامالا هارېس وارسا ته ورسېده
د امریکا مرستیال ولسمشره کامالا هارېس پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه له پولنډي چارواکو سره د خبرو لپاره پرون د پولنډ پلازمېنې وارسا ته ورسېده.
نوموړې به په دغه دوه ورځني سفر کې رومانیا ته هم لاړه شي.
د امریکا مرستیال ولسمشره داسې مهال پولنډ ته ځي چې د دې هېواد حکومت وړمه ورځ یو پلان په ډاګه کړ چې پر اساس یې دا هېواد غواړي د روسیې جټ الوتکې په جرمني کې د امریکا یوې پوځي اډې ته ولېږدوي او تمه کوي چې دغه الوتکې اوکرایني پیلوټانو ته ورکړل شي چې د روسي ځواکونو د حملو په شنډولو کې ترې کار واخلي.
د دې پرځای به متحده ایالات پولنډ ته امریکایي جټ الوتکې ورکوي.
خو پنټاګون دغه پلان سمدستي رد کړ او هغه یې د نه منلو وړ وباله. هغه جنګي الوتکې چې د امریکا او ناټو له هوایي اډو پورته کېږي او له روسیې سره یوه متنازع هوایي قلمرو ته داخلیږي، له اوکراین ورهاخوا د جګړې د پراخېدو خطر زیاتوي.