اوکرایني چارواکي: روسیې یو زېږنتون ویجاړ کړی ۱۷ تنه یې ژوبل کړي
دغه برید د واشنګټن، لندن او واتیکان په ګډون یو شمېر نړیوالو غندلی.
پر دغه روغتون برید داسې مهال کېږي چې پرون د اوکراین له یو شمېر محاصره شوېو ښارونو د خلکو د وتلو لپاره بشري دهلېزونه پرانیستل شوي دي.
دغو ښارونو کې د روسي ځواکونو د بریدونو له امله په لسګونو زره کسان د لومړنیو خدمتونو پرته په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.
د ماریوپول ښاروال پرون وویل چې په دغه برید کې دغه زېږنتون ډېر ویجاړ شوی او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په یوه ټویټ کې ولیکل چې خلک، ماشومان د نړېدلو دیوالونو تر خاورو خښتو لاندې شوي دي.