اوکراین کې د ژورنالېست برنت رنو پر وژل کېدو د امریکايي چارواکو خپګان
امریکايي چارواکو د اوکراین پلازمېنې کیف ته نږدې د یو امریکايي ژورنالېست پر وژل کېدو سخت خپګان ښودلی.
امریکايی فلم جوړوونکی برنت رنو د یکشنبې په ورځ له یوه بل امریکايي ژورنالېست سره یوځای د روسي ځواکونو په برید کې ووژل شو.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې په اوکراین کې د امریکايي خبریال برنت رنو د وژنې له کبله سخت بوږنېدلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس پر ټویټر ولیکل چې د کرملېن ځواکونو پر ژورنالېستانو او فلم جوړوونکو برید کړی او هغوی یې مړه او ټپیان کړي دي. پرایس زیاتوي چې دا د کرملېن د بېپروا اقداماتو یوه بله نمونه ده.
برنت رنو د مارچ په ۱۳مه د اوکراین د پلازمېنې کیف په لمنو کې له جګړې د ملکي وګړو د تېښتې په اړه د مستند فلم د جوړولو پر مهال ووژل شو.
سیمهییز پولیس وايي چې د دې ژورنالېست پر موټر د کیف د شمال لوېدیځ په ۱۰ کیلومترۍ کې د ایرپین ښارګوټي د تلاشۍ په یوه پوسته کې ډزې وشوې.
۵۰ کلن رنو له یوه بل امریکایي خبریال خوان اریندوندو سره یوځای و چې هغه هم په ډزو کې ټپي شو او د کیف یو روغتون ته انتقال شو. د کیف سیمهییز پولیس وايي چې د نوموړي پر موټر روسي سرتېرو ډزې وکړې.
د ایرپین ښاروال له دې پېښې څو ساعته وروسته وویل چې نور نو خبریالانو ته د هغوی د خپل امنیت په خاطر دې ښار ته د ننوتلو اجازه نهورکوي.
د اوکراین له جګړې مخکې برنت رنو د افغانستان او عراق د جګړو، د لیبیا او مصر د ناامنیو او د افریقا د افراطي ډلو په اړه هم راپورونه چمتو کړي و.