کندهار کې د اوبو د یوه بند د جوړولو چارې پیل شوې
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې نن د اوبو د یوه بند د جوړولو چارې پیل شوې.
د افغانستان باختر دولتي اژانس ویلي، دې بند باندې د کرنې وزارت له بودجې ۴۵ میلونه افغانۍ لګښت راځي.
خبر کې راغلي چې یاد بند به د ۴۰ زره جریمه ځمکې د خړوبولو وړتیا ولري، خو دا لا نهده معلومه شوې چې چارې بهیې څومره موده کې بشپړېږي.