د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن په مسکو کې له خپل روسي سیال سره ګوري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان نن په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاورف سره ګوري.
دواړه وزیران د اوکراین د جګړې او د ایران د اټمي موافقې د بیا ژوندي کولو په هدف پر نړیوالو بحثونو خبرې کوي.
دا لیده کاته څو ورځې وروسته تر دې کېږي چې د فرانسې، جرمني او بریتانیا چارواکو خبرداری ورکړ چې د ایران اټمي تړون ممکن یو مخ لهمنځه ولاړ شي.
دوی د دغه کار لامل د روسیې هغه غوښتنې یادې کړې چې له ایران سرهیې د سوداګرۍ په برخه کې د ضمانتونو په اړه کړې دي.
د ایران د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو په اړه خبرې چې په ویانا کې پیل شوې وې، د همدې میاشتې په سر کې ودرول شوې.