ملګري ملتونه: د جګړې دوام به نږدې ۳۰ سلنه اوکراینیان د فقر کرښې لاندې کړي
د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) په یوه راپور کې چې نن خپور شو همداراز اټکل کړی چې د جګړې د دوام په صورت کې دا خطر شته چې د اوکراین په سلو کې ۶۲ وګړي د یوه کال په ترڅ کې بېوزله شي.
«یو اېن ډي پي» د اوکراین حکومت هغو اټکلونو ته اشاره کوي چې وايي د جګړې له کبله د اوکراین مهمو تأسیساتو لکه سړکونو، پلونو او روغتونونو ته د لږترلږه ۱۰۰ میلیارده ډالرو انډول زیان اوښتی، لږترلږه نیمايي بزنسونهیې بند شوي او که وي هم تر لازم ظرفیت په ټیټه کچه فعالیت کوي.