نړیوال بانک: افغانستان کې غذايي امنیت لهمنځه تللی او خدمات له لاسه وتلي
د دې سروې پر اساس، لا هم یو شمېر افغانان کاري فرصتونه او ځیني عمومي خدمات لري، خو وضعیت خورا ستونزمن شوی دی.
دا سروې چې پایلې یې اوس خپرې شوي، د ۲۰۲۱ کال په مني کې د طالبانو د واک ته رسېدو په لومړیو وختونو کې د خلکو د ژوند په شرایطو کې د بدلون د ارزولو په هدف شوې وه.