اسلاماباد: له مخالفو بلوڅانو سره د خبرو اترو پلان د ګړندي کېدو پرېکړه وشوه
د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاندې فرح عظیم شاه پرون وویل، د بلوچستان امنیتي وضعیت له قوې څخه په کار اخیستو نهشي سمېدای او که سم هم شي، موقتي به وي او څه موده وروسته بېرته خرابېږي.
د دې په وینا د پاکستان حکومت به په راتلونکو څو ورځو کې له بلوڅو مخالفانو سره د خبرو اترو یوه تګلاره چمتو کړي.
د پاکستان حکومت تر دې پخوا هم له بلوڅو بېلتون غوښتونکو سره خبرې کړي، خو دواړه خواوې کومې موافقې ته نهدي رسېدلي.
د پاکستان حکومت اوس په داسې حال کې له بلوڅو مخالفانو سره د خبرو وړاندیز کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک او داعش هم په دغه هېواد کې بریدونه زیات کړي دي.