د روغتیا نړیوال سازمان: د شري ضد واکسین لړۍ د هرات کهسان ولسوالۍ ته ورسېده
په یوه بیان کې چې پرون پر ټویټر خپور شو دغه سازمان ویلي، پر خپلو روغتیاپالانو ویاړي چې هغه ځای ته ورسېدل چې مخکې څوک نهو رسېدلي څو دا یقيني کړي چې د شري له واکسین څخه به هېڅ افغان ماشوم محروم نهپاتې کېږي.