روسیه افغانستان ته د مایع ګازو لېږد بېرته پیلوي
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې روسیه دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې د اوکراین د جګړې له املهیې له لوېدیځ سره د سوداګرۍ دودیزې لارې له لاسه ورکړې دي.
د راپور له مخې روسیې د ۲۰۲۰ کال په نیمایي کې له خپرې شوې کرونا وبا سره د تړلو بندیزونو او د کمزورې ګټې له امله افغانستان ته د مایع ګازو لېږد درولی و.
د رېفېنېټېف ایکون وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د روسیې په اورینبورګ ښار کې د ګازو د پروسس له تأسیساتو به چې چارې یې د روسیې ګازپروم دولتي شرکت د قزاقستان د ګازو له دولتي شرکت سره په ګډه سمبالوي، په روانه مارچ میاشت کې څه باندې لس نیم زره ټنه ګاز افغانستان ته صادر کړي.
د روېټرز د راپور له مخې د قزاقستان د قزروز ګاز شرکت سمدستي په دې اړه څرګندونې نهدي کړي.
د راپور له مخې معمولاً د ګازو له دغو تأسیساتو به مایع ګاز په ورګاډي کې د اوکراین ایزمایل بندر او بلاروس ته لېږدول کېدل، خو د اوکراین جګړې دا شرکت اړ ایستلی چې نورې لارې ولټوي.
د روسیې د ګازو تولیدوونکو افغانستان ته د مایع ګازو پر لېږد بیا غور وروسته له هغې کوي چې د روسیې په داخلي بازارونو کې بیې رالوېدلي او صادرات د روسیې لپاره اوس ډېره ګټه رسوي.