یونېسف: کندهار کې له ۱۰ کسانو ۸ تنهیې ناپاکې اوبه څښي
د جنوبي اسیا لپاره د یونېسف محلي مشر جورج لاریا ادجي نن د مارچ پر ۲۲مه، یا د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ میانجوی کلي ته تر تګ وروستهیې ولیدل چې ګڼ کسان د پاکو اوبو د څښلو امکان نهلري.
هغه د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت له نړیوالو ادارو غوښتنه کړې، چې ماشومانو او کورنیو ته د پاکو اوبو برابرولو لپاره په ګډه لاس په کار شي.