د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله پر اوکراین د روسیې د یرغل غندنې ته رایې ورکوي
ډیپلوماتان وايي چې د ملګرو ملتونو اعلامیه به پر مسکو غږ وکړي چې خپل ځواکونه له اوکراین څخه وباسي او اجازه دې ورکړي چې بشري مرستې ملکي وګړو ته ورسېږي.
عمومي اسامبلې د روسیې د یرغل پر ضد رایه ورکړې ده، خو اوکراین او لوېدیځ متحدانیې غواړي دا اسامبله د مارچ د دوهمې نېټې د غندنې پر موافقو رایو سربېره داسې یو پرېکړهلیک تصویب کړي چې له اوکراین څخه د روسیې د وتلو غوښتنه وکړي.