پر ماریوپول د جګړې دوام؛ مسکو په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو د کارونې احتمال نهردوي
د اوکراین د بندري ښار ماریوپول د نیولو لپاره او د کیف ښار شااوخوا جګړه داسې مهال دوام لري چې روسیې په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو د کارونې احتمال نهدی رد کړی.
د کرملېن یوه ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي، د هستوي وسلو برید هغه مهال شونی دی چې د ده په ټکو د هېواد د موجودیت په وړاندې یې ګواښ رامنځته شي.
د کرملېن دغه دریځ د امریکا د دفاع وزارت غبرګون هم پارولی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د جګړې له پيل څو ورځې وروسته اعلان وکړ چې د هستوي وسلو ستراتېژیک ځواکونهیې لومړی درجه احضاراتو ته راوستلي دي.
د روسیې دغه اعلان د نړۍ په کچه د خطر زنګ وواهه او وروسته ناټو او د امریکا ولسمشر د همداسې یوه برید د احتمال خبرداری ورکړ.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اوکراین په مهم بندري ښار ماریوپول کې چې څلور لکه نفوس لري، جګړه روانه ده، ښار ویجاړ شوی او زرګونه تنه وژل شوي دي.
له دوو اوونیو راهیسې روسیه هڅه کوي چې په ازوف سمندرګي کې پروت دا لانجمن ښار کلابند او ویېنیسي، خو ځایي سرتېري ورسره مقاومت کوي.
د ماریوپول ښار د شورا مرستیال دیمیترو زاباوین له ازادې اروپا/ ازادي راډیو سره خبرو کې د ماریوپول جنګ جګړه نه، بلکه ترهګري بللې ده.
په ماریوپول کې په مقاومت سربېره د اوکراین دفاع وزارت ویلي چې روسي ځواکونهیې د پلازمېنې کیف له یوې څنډې ماکاریف نه هم په شا تمبولي دي.
که چېرته دا خبر تأیید شي، دا پرمختګونه اوکرایني سرتېرو ته اجازه ورکوي چې د ستراتېژیک کنټرول واګی خپل لاس کې واخلي او د کیف د کلابندۍ لپاره د شمال لوېدیځ له لوري د روسیې هڅې شنډې کړي.
بل لور ته ډیپلوماتان وايي تمه ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به نن پر اوکراین د روسیې د یرغل د غندنې لپاره رایې ورکړي او پر کرملېن به تور ولګوي چې په دې هېواد کې یې یو وېروونکی بشري بحران رامنځته کړی دی.
ډیپلوماتان وايي چې د ملګرو ملتونو اعلامیه به پر مسکو غږ وکړي چې خپل ځواکونه له اوکراین څخه وباسي او اجازه دې ورکړي چې بشري مرستې ملکي وګړو ته ورسېږي.