د ناټو عمومي منشي: پوتین پر اوکراین په بېدلیله یرغل سره ستره تېروتنه کړې
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین په غیر موجه یا بېدلیله یرغل سره ستره تېروتنه کړې.
سټولټنبرګ دا خبره نن د ناټو د فوقالعاده سرمشریزې تر پیلېدو دمخه وکړه او اوکراین ته په اشارهیې وویل چې پوتین پر یوه خپلواک هېواد یرغل کړی چې د ده په خبره د خلکو او وسلهوالو ځواکونو ځواک او زړورتیا یې کم ارزښته ګڼلي و.
سټولټنبرګ وویل، مشران به په نننۍ غونډه کې په اوږدمهال کې له ځانه د دفاع او له مخکې د پیاوړتیا پر اقداماتو خبرې وکړي.