د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا د کوېټ له لوبډلې سره مسابقه کوي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا (شنبه) د کوېټ له لوبډلې سره تمریني مسابقه وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې دا سیالي به د ترکیې په انتالیا ښار کې وشي.
دی زیاتوي: "زموږ تمریني کمپ له درې ورځو راهیسې د ترکیې په انتالیا کې پیل شوی. څو نوي لوبغاړي زموږ له لوبغاړو سره یوځای شوي. ټاکل شوې ده چې یوه بله تمریني مسابقه د مارچ په ۲۹مه په انتالیا کې ولرو."
د افغانستان او کوېټ مسابقه به له دې کبله چې تمریني ده، په ټلوېزیونونو کې خپره نهشي.