فرانسې ته یو شمېر وړل شوي افغانان روحي او رواني ستونزې ګالي
فرانسې ته په وروستیو میاشتو کې د وړل شویو افغانانو د حالت په اړه د بشري حقونو د څارونکو راپور پرون (پنجشنبه) خپور شو.
د دې ډلې په راپور کې راغلي، په داسې حال کې چې فرانسې له دغو افغانانو سره مهمې مرستې کړي، خو د روحي او اجتماعي ملاتړ له نظره د پام وړ تشه لیدل کېږي.
راپور وايي، د تېر کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته فرانسې له افغانستانه د ۲ زره ۶۳۰ افغانانو په شمول تر ۳ زره ډېر کسان وایستل.
د بشري حقونو څارونکي وايي، دا افغانان فرانسې ته له رسېدو او مېشتېدو وروسته د پناه د غوښتنې په عمومي سیستم کې داخل شول.
د بشري حقونو د څار ډلې د ۲۰۲۱ د نومبر او د ۲۰۲۲ د جنورۍ ترمنځ د ۶ افغانانو په شمول له ۲۸ تنو ارواپوهانو، ډاکترانو، د بشري چارو متخصصانو، د غیر حکومتي مؤسسو استازو، د روحي ناروغیو د مرکزونو کارکوونکو، په فرانسه کې د افغانانو استازو، ترجمانانو او د فرانسې له حکومتي چارواکو سره مرکې کړې دي.
یوه افغان نارینه د بشري حقونو د څار ډلې ته ویلي، په داسې حال کې چې په فرانسه کې دی، خو ذهنیې په افغانستان کې دی.
یوې افغان ښځې دې ډلې ته ویلي چې خبل هېواد او خلک پرې ګران دي او له دې ځایه ورته هېڅ کار نهشي کولای.
دې همداراز ویلي، د شاک په حال کې ده او د خپل نوم په ګډون هر شی ورڅخه هېرېږي.
یوې بلې ښځې ویلي چې خوب نهورځي او له همدې کبله د روحي-اجتماعي خدماتو مرکز ته معرفي شوې ده.
د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې ویل شوي چې د فرانسې حکومت د افغان کډوالو د هرکلي، ژر مېشتولو او ملاتړ لپاره مهمې هڅې کړي او د دې مؤسسې په وینا پهکار ده چې له هغوی سره لا ډېره مرسته وشي.