واشنګټن پوسټ: طالبانو له نجونو سره خپله ژمنه ماته کړه، امریکا ته باید ځواب ورکړي
بي اېن اېن-بلومبرګ
کاناډایۍ خپرونې (بي اېن اېن-بلومبرګ) کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر پر سفر لیکنه خپره کړې ده.
دا خپرونه لیکي چې د وانګ یي سفر اعلان شوی نهو، دی له اسلاماباده د پنجشنبې په ورځ کابل ته ولاړ او د پاکستان په پلازمېنه کې یې د اسلامي همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې برخه اخیستې وه.
خپرونه وړاندې لیکي چې تېر ځل په ۲۰۱۸ کال کې د چین دا جګپوړي ډیپلومات افغانستان ته تللی و او هغه وختیې د امریکا د ملاتړي حکومت له ولسمشر اشرف غني سره کتلي و.
د خپرونې په باور پیکېنګ دا تمه لري چې د افغانستان د پراخو زېرمو استخراج ته لاره پیدا کړي او په سیمه کې د یوه کمبربند یوې لارې پروژه سمه پلې کړي، نو د طالبانو واکمني یې ستایلې. طالبان بیا دې ته لېواله دي چې د چین د مرستو له لارې به نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.
د بي اېن اېن-بلومبرګ په باور وانګ یي د جمعې په ورځ نوې ډېلي ته ځي.
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده، «طالبانو له افغان نجونو سره خپله ژمنه ماته کړه، امریکا ته باید ځواب ورکړي».
ورځپاڼه لیکي، طالبانو د چهارشنبې په سهار خپله دوه ورځې مخکېنۍ پرېکړه چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې به ښوونځیو ته پرېږدي بدله کړه او په کابل کې یې د ښوونځیو له مخې یو شمېر نجونې بېرته خپلو کورونو ته ستنې کړې.
د واشنګتن پوسټ په باور د کابل په لوېدیځ کې د یوه ښوونځي له ور سره چې نجونې راغونډې شوې وې، د طالبانو وسلهوالو هوایي ډزې وکړې چې نجونې سره خورې شي او کورونو ته ولاړې شي.
واشنګټن پوسټ لیکي چې د طالبانو چارواکو ویلي دي چې نجونې باید اسلامي حجاب مراعات کړي او د دوی لپاره ښځې ښوونکې کمې دي.
د ورځپاڼې په باور په حقیقت کې د دې پرېکړې علت تر ډېره په طالبانو کې د سختدریځو افراطي کسانو د ځواک څرګندونه ده چې دوی تر شپږم ټولګي پورته د نجونو له زدهکړو سره مخالف دي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په وروستیو اوونیو کې داسې نورې نښې هم لیدل شوې دي لکه د امر بالمعرف او نهي عنالمنکر وزارت چې د روغتیا له وزارته وغوښتل چې ښځینه او نارینه کارکوونکي باید سره بېل شي.
واشنګټن پوسټ بیا د بېسرحده خبریالانو په وینا دا خبره هم راخیستې ده چې نږدې ۸۰ خبریالانې له دندو ګوښه شوې دي.
واشنګټن پوسټ لیکي، د افغان نجونو د ښوونځیو په برخه کې د طالبانو وروستۍ پرېکړه ظالمانه ده، ځکه چې د دوی رژيم پوهېږي چې نړیواله ټولنه ښوونځیو ته د نجونو د تګ مسئله څاري او دا له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې له مرستو او د طالبانو د په رسمیت پېژندلو له موضوعاتو سره تړلې ده.