ځینو روسي رسنیو ته د کرملېن خبرداری: د اوکراین ولسمشر سره مرکه خپره نهکړئ
دا خبر میدوزا خبري اژانس ورکړی دی.
زلنسکي د میدوزا، دوژد ټلوېزیون، کومرسانت ورځپاڼې او زیګار یوټیوب کانال په ګډون د روسیې له ځینو خبري رسنیو سره پرون ۹۰ دقیقې مرکه وکړه.
ولسمشر زلنسکي په دې مرکه کې ویلي، دی له روسیې غواړي چې په اوکراین کې د خپلې جګړې په اړه په واقعیت ځان پوه کړي.
د ارتباطاتو د تنظیم ادارې روسکوماندزور پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې دغو رسنیو ته د دې مرکې د خپرېدو په وړاندې خبرداری ورکړ او ویېویل چې د دغو څلورو رسنیو په اړه پلټنه پیل شوې ده.