څلور اروپايي هېوادونه ځيني روسي ډيپلوماتان مسکو ته د جاسوسۍ په تور باسي
هالنډ ۲۱، بلیجم ۱۷، چک جمهوریت یو او ایرلنډ ۴ روسي ډيپلوماتانو ته د وتلو ویلي دي.
په دې هېوادونو کې د روسیې سفارتونو د دې پرېکړې پر وړاندې تند غبرګون ښودلی، دا یې یو غیر دوستانه عمل بللی او د ځوابي اقدام ژمنهیې کړې.