د اوکراین چارواکي: روسي ځواکونه باید د چیرنوبیل اټمي تأسیساتو له سیمې ووځي
نوموړې نن په یوه پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو یې خپور کړی د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې سمدستي دې د چیرنوبیل د سیمې د غیر پوځي کولو لپاره سمدستي اقدام وکړي او د ملګرو ملتونو یو ځانګړی مأموریت دې وګوماري چې هغه خطرونه کم کړي چې پخوانۍ اټمي غمیزه بیا تکرار نهشي.
په عین حال کې د نړیوالې اټمي انرژۍ مشر رافایل ګروسي پرون اوکراین ته لاړ چې له جګپوړو چارواکو سره د دې هېواد د اټمي تأسیساتو د خوندي کولو د مسئلې د یقیني کولو لپاره دې هېواد ته عاجلې تخنیکي مرستې ورکړي.
د اوکراین مرستیال صدراعظمې دغهراز وویل چې اوکراین پرون په خبرو کې له روسیې وغوښتل چې د اوکراین له جګړهځپلو ښارونو، ښارګوټو او کلیو څخه د خلکو د وتلو لپاره دې د ۹۷ بشري دهلېزونو پرانیستلو ته اجازه ورکړي.