د بشري حقونو څار سازمان د طالب چارواکو پر بهرنیو سفرونو د بندیز غوښتنه وکړه
دې سازمان پرون (چهارشنبې) په یوه اعلامیه کې همداراز ویلي چې له طالب مشرانو سره دې له داسې غونډو ډډه وشي چې هغوی ته اعتبار ورکوي.
د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ طالبانو له مخکېنیو ژمنو سره سره له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورنهکړه چې زدهکړو ته دوام ورکړي.
طالبانو د خپلې دې پرېکړې د دفاع لپاره کوم دلیل نهدی ویلی.
له همدې کبله امریکا تېره اوونۍ په قطر کې له طالبانو سره پلان شوې خبرې لغوه کړې چې په نتیجه کې یې افغانستان ته د څو سوه ملیون ډالره مرستې مخه ونیول شوه.
همداراز نړیوال بانک پرون وویل چې په افغانستان کې د ۶۶۶ ملیون ډالرو په ارزښت د ۴ پروژو تمویل ځنډوي.
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار پرون د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې طالب مشرانو ته اجازه ورنهکړي چې سفر وکړي او همداراز له طالب چارواکو سره غونډې ونهکړي ځکه چې دا کار د طالبانو د اعتبار سبب کېدای شي.
دې په ځانګړي ډول له امریکا، جرمني، بریتانیا او اروپايي هېوادونو وغوښتل چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان له ټولو مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د هغو ټولنو ملاتړ وکړي چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي.