دوه افغانيالاصله امریکايي وګړي د طالبانو له بنده ازاد شول
د سیفالله رووف په نوم افغان امریکایی او د انیس خلیل په نوم په امریکا کې دېره یو بل افغان پرون د طالبانو له بنده ازاد شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس پرون په یو بیان کې تأیید کړه چې دواړه کسان خوشې شوي او امریکا ته له روانېدو مخکې قطر ته رسېدلي دي.
ښاغلي پرایس د ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې د دوی د خوشې کېدو په چاره کې یې مرسته کړې ده، خو هغه زیاته کړه چې په بېعدالتۍ سره د امریکایي وګړو اختطاف هېڅکله د منلو وړ نهدی.