اسرائیلي ځواکونو نن درې فلسطیني افراطي وسلهوال وژلي
اسرائیلي ځواکونو ویلي، نن شنبه په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د شخړې پر مهال درې فلسطیني افراطي وسلهوال وژل شوي دي.
له دې سره د روژې میاشتې پر مهال په سیمه کې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو وېره زیاته شوې ده.
د اسرائیل رسنیو ویلي، د دوی د ترورېزم ضد قطعې څلور غړي هم ټپیان شوي چې د یوه ټپونه جدي دي.
د اسوشیټډ پرس اژانس په حواله، پر دغو پوځیانو هغه وخت حمله وشوه چې دوی هڅه کوله د لوېدیځې غاړې په شمال کې ځیني مشکوک افراطي وسلهوال ونیسي.