د هنګري صدراعظم پرونیو عمومي ټاکنو کې د خپل ګوند د بریا ادعا وکړه
وروسته له هغې چې د هنګري د صدراعظم ویکتور اوربان تر مشرۍ لاندې واکمن ګوند ظاهراً په پرونیو عمومي ټاکنو کې د بریا ادعا وکړه، هغه تېره شپه د خپلو ملاتړو مننه وکړه.
هغه دغه بریا د اپوزېسیون د شپږو ګوندونو د ډلې په وړاندې خپلوي.
دا د دغه مستبد رهبر لپاره چې ۱۲ کالهیې پر هنګري واکمني کړې، یو لوی چلنج ګڼل کېده.
د ټاکنو کمېټې ویلي، د لومړنیو نتایجو له مخې فیدیز ګوند د پرونیو عمومي ټاکنو ۵۵ فیصده رایې ګټلې دي.