روسيې په اوکراين کې د نړۍ تر ټولو لويه الوتکه تباه کړې ده
![روسيې په اوکراين کې د نړۍ تر ټولو لويه الوتکه تباه کړې ده](https://gdb.rferl.org/3a21cfe0-35da-4d46-a04f-7d0e82409db1_tv_w800_h450.jpg)
د اوکراین د دفاع وزارت په ویډیو کې ښودل شوي چې د دې هېواد سر ښار کیيف سره نېژدې هوايي ډګر کې ولاړه د نړۍ تر ټولو لویه بار وړونکې الوتکه انټونوف مریا د روسيه په بریدونو کې تباه شوې ده. اوکراېن ۱۹۸۰مه لسیزه کې هغه مهال د اینټونوف مریا جوړه کړې وه چې په شوري اتحاد کې شامل وو. اوکراین وايي، په دغه هوايي ډګر د روسي ځواکونو په برید کې یې یو شمېر نورې الوتکې هم ورانې شوې چې پکې ورته له درې اربه امریکايي ډالرو زیات تاوان اوښتی دی.