Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Апрель
2022

Новости за 05.04.2022

Mashaalradio.com 

روسيې په اوکراين کې د نړۍ تر ټولو لويه الوتکه تباه کړې ده

د اوکراین د دفاع وزارت په ویډیو کې ښودل شوي چې د دې هېواد سر ښار کیيف سره نېژدې هوايي ډګر کې ولاړه د نړۍ تر ټولو لویه بار وړونکې الوتکه انټونوف مریا د روسيه په بریدونو کې تباه شوې ده. اوکراېن ۱۹۸۰مه لسیزه کې هغه مهال د اینټونوف مریا جوړه کړې وه چې په شوري اتحاد کې شامل وو. اوکراین وايي، په دغه هوايي ډګر د روسي ځواکونو په برید کې یې یو شمېر نورې الوتکې هم ورانې شوې چې پکې ورته له درې اربه امریکايي ډالرو زیات تاوان اوښتی دی.




Mashaalradio.com 

یو ناحکومتي سازمان بېوزله خلکو ته روژه ماتی ورکوي

د زده کوونکو یوه خیریه سازمان ایکټ اف کاینډنس (د مهربانۍ عمل) د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې بېوزله او خواریکښو ته د روژه ماتې بندوبست کوي. دې سازمان په اسلام اباد کې هم دسترخوان غوړولی او وايي، ټوله روژه به روژه ماتی تیاروي. د سازمان مشر عتیق اپرېدی وايي، له روژې پرته هم له خواریکښو سره مرستې کوي. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پاسپورټ د وېش بهیر بیا وځنډېد

که څه هم د طالبانو حکومت یو ځل بیا د پاسپورټونو لپاره د انلاین فورمو ډکولو بهیر وځنډاوه، یو شمېر هغه کسان چې غواړي پاسپورټ واخلي وايي، له دې چې د پاسپورټ اخیستلو ته ډېر په تمه پاتې شول، نور ستړي شوي او د صبر کاسه‌یې په نسکورېدو ده. له دوی یو شمېر چې بېړني ناروغان لري او یا هم په خپلو کارونو پسې له هېواده بهر سفر کوي وايي، له دوه میاشتو زیات کېږي چې د پاسپورټ اخیستو لپاره د پاسپورټ ریاست ته ورځي، خو یا ترې رشوت غوښتل کېږي او یا هم د رد ځواب ورکول کېږي. شفیق او شکرالله چې غواړي پاسپورټ جوړ کړي ازادي راډیو ته‌یې وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د شري ناروغي د 'زیاتېدو' په حال کې ده

که څه هم په تېره مارچ میاشت کې د افغانستان د ۲۴ ولایتونو په ۴۹ ولسوالیو کې ۱،۲ ملیونه کوچنیانو ته د شري ضد واکسین تطبیق شول، خو په دې ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې کموالی رانه‌غی. د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د شري یا سرخکان ناروغي د زیاتېدو په حال کې ده. د دغه وزارت ویاند جاوېد هژیر ازادي راډيو ته وویل چې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ میاشتې په پرتله په تېره مارچ میاشت کې په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی. دی زیاتوي: "د کال له شروع نه تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د خښ شویو او ناچاوده مهماتو د مرګ‌ژوبلې په اړه د امریکا اندېښنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی راپور په افغانستان کې په لاس د خښ شویو او ناچاوده مهماتو د وضعیت او له دې امله ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه ښيي. دا راپور چې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د شمېرو پر بنسټ خپور شوی ښيي چې په دې هېواد کې یوازې په ۲۰۲۱ کال کې د ځمکې پر مخ دې لوی خطر لږ تر لږه ۱،۲۰۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. راپور کې دا نه‌دي ویل شوي چې له دې شمېر څومره کسان وژل شوي او څومره ټپیان دي، خو وايي په قربانیانو کې ۴۵سلنه ماشومان دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډنمارک او ایټالیا په پراخه کچه روسي ډیپلوماتان اخراج کړل

ډنمارک او ایټالیا په پراخه کچه د روسي ډیپلوماتانو د اخراج خبر ورکړ. دغه اقدام د هغو راپورونو تر خپرېدو وروسته کېږي چې د اوکراین په بوچا ښارګوټي کې د روسي ځواکونو له‌خوا د جنګي جنایتونو په اړه ادعاګانې وشوې. مسکو په دې اړه راپورونه پاروونکي بللي او رد کړي یې دي. د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر وویل، په کوپنهاګن کې د روسیې سفیر ته خبر ورکړل شوی چې د دغه سفارت ۱۵ کارکوونکي له ډنمارک څخه ایستل شوي دي. د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې روم مسکو ته له دغه هېواده د ۳۰ روسي ډیپلوماتانو د اخراج په اړه اطلاع ورکړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د ۳۲ ملیونه امریکايي ډالرو مرستو بله بسته افغانستان ته ورسېده

د افغانستان بانک خبر ورکړ چې د ۳۲ ملیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د نقدو مرستو بله بسته نن سې شنبه افغانستان ته ورسېده. دغه بانک په خپل رسمي ټویټر کې خبر ورکړی چې دا د مالي مرستو ۲۰مه بسته ده چې کابل ته رسېږي او د افغانستان نړیوال بانک (اې‌ای‌بي) ته سپارل کېږي. دغه بانک نه‌دي ویلي چې دغه بشري مرستې د چا له‌خوا شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوریا د مشر خور: که جنوبي کوریا حمله وکړي په اټمي وسلو یې نابودولای شو

د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون خور وايي هېواد یې د جګړې مخالف دی، خو که د جنوبي کوریا پوځ ورباندې حمله وکړي، له اټمي وسلو په استفاده به دغه پوځ نابود کړای شي. کېم یو جونګ دا خبرداری نن سې شنبه ورکړی چې دولتي رسنیو خپور کړی دی. تر دې مخکې د شمالي کوریا دفاع وزیر سوه ووک تېره اوونۍ دې ته ورته له غوسې ډک خبرداری ورکړی و.

Mashaalradio.com 

خوست: "په روژه کې د خوراکي توکو بیې په لوړېدو دي"

د افغانستان د خوست اوسیدونکي د روژې په روانه میاشت کې د خوراکي توکو د بیو له لوړیدو شکایت کوي او غوښتنه کوي چې مسوولې ادارې دې د توکو د نرخونو کنټرول ته پاملرنه وکړي. دوی وايي، د خلکو اقتصاد کمزوری دی خو د توکو بیې په ځانګړې توګه په روژه کې په لوړیدو دي.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د روغتیايي وسایلو او تجهیزاتو مرسته وکړه

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۳۴ ټنه روغتیايي وسایلو او تجهیزاتو مرسته وکړه. د بحران د مدیریت لپاره د اروپايي ټولنې کمېشنر یانز لنارچیچ (Janez Lenarčič) پرون په خپل ټویټر کې د اروپايي ټولنې د دې مرستې د مننې ترڅنګ لیکلي، د بشري مرستو دغه بسته پرون دوشنبه په بریا افغانستان ته ورسېده. د هغه په وینا اروپايي ټولنه او شریکان‌یې د اړتیا تر وخته تر ټولو د زیانګالو افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

د ملالې یوسفزۍ پلار د ټولو افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه

د نوبل سولې جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار په افغانستان کې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه. ضیاالدین یوسفزي نن په خپل ټویټر کې تېرې هغه ۲۰۰ ورځې چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې، د تیارې له ورځو سره تشبیه کړې دي. هغه غوښتنه کړې چې دغو تیارو ورځو ته دې د پای ټکی کېښودل شي، ځکه تعلیم د ټولو حق دی. په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو نن ۲۰۰ ورځې پوره شوې. د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي دوی د خپل... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په انډونیشیا کې زیاتره ښځې په جوماتونو کې تراوېح کوي

په انډونیشیا کې د سړیو ترڅنګ ښځې هم په جوماتونو کې تراوېح کوي. په هغه هېواد کې په تېرو لسیزو کې سختدریځۍ هم وخت په وخت سر پورته کړی خو ښځې او نجونه یې د لوړو زده کړو ترڅنګ د ژوند په نورو چارو کې هم مساوي ونډه لري او زیاتره یې په جوماتونو کې لمونځ کوي. په انډونیشیا کې له ۲۷۰ مېلیونه خلکو څخه یې تر ۲۳۰ مېلیونه زیات مسلمانان دي. په دې ډول انډونیشیا د ابادۍ پر اساس د نړۍ تر ټولو لوی هېواد دی. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د خوړو پروګرام: ۱۴،۸ ملیونه افغانانو ته مو خواړه او د تغذیې ملاتړ برابر کړی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي د ۲۰۲۲م کال له پیله‌یې په افغانستان کې ۱۴ ملیونه او ۸ لکه کسانو ته خواړه او د تغذیې ملاتړ برابر کړی دی. د دغه دفتر اسیا پاسیفیک څانګې بېګاه په یوه ټویټ کې د نړیوالې ټولنې د روان ملاتړ مننه کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تېره اوونۍ مرستندویو هېوادونو په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د بشري مرستو لپاره د ۲ میلیارده او څه باندې ۴۰۰ ملیون ډالرو په اندازه د مالي مرستې ژمنه وکړه.

Pa.azadiradio.com 

امریکا او بریتانیا وایي غواړي مسکو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وباسي

په اوکراین کې د روسي پوځیانو له‌خوا د لسګونه ملکیانو تر وژل کېدو وروسته امریکا او بریتانیا وایي، غواړي مسکو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وباسي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلد په دغې شورا کې د روسیې غړیتوب یو "مسخره" کار بللی دی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مرکز د سویس په جنوا کې دی او که چېرته له دغې شورا د روسیې نوم ایستل کېږي، دا پرېکړه د عمومي اسامبلې د ۱۹۳ غړو دوه په درې برخې رایو ته اړتیا لري. په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا (Vasily Nebenzia)... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن اګزمېنر: طالبانو دومره زیات تغییر نه‌دی کړی

واشنګټن اګزمېنر واشنګټن اګزمېنر په یوه مطلب کې لیکلي چې طالبانو د ښځو د حقونو په اړه خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي. لیکوال، د نجونو د زده‌کړې د څو مواردو یادونه کړې ده. طالبانو د پرله‌پسې ژمنو سره سره له شپږم ټولګي پورته نجونې په روانه وري یا حمل میاشت کې پرینښودې چې ښوونځي ته لاړې شي. ډېرو د افغانستان دننه او بهر د طالبانو پر دغه اقدام اعتراض وکړ.   د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تام وېسټ د دوشنبې په ورځ وویل چې افغانان غواړي چې لوڼې یې هر څومره ژر چې کېدای شي ښوونځي ته لاړې شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا پر بلغاریا د اتو «اېف ۱۶» جنګي جېټونو احتمالي خرڅلاو تأیید کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر بلغاریا د اتو «اېف-۱۶» جنګي جېټونو احتمالي خرڅلاو تأیید کړ.  دا خبره د امریکا دفاع وزارت پرون کړې ده او لامل‌یې د تور سمندر په سیمه کې د بلغاریا د هوایي ځواک پیاوړتیا په ګوته کړی دی. د پنټاګون چارواکو ویلي، د ۱،۶۷۳ میلیارده ډالرو په ارزښت دا هوکړه په مستقیم ډول پر اوکراین د روسیې له یرغل سره کوم تړاو نه‌لري.  په ختیځه اروپا کې پروت هېواد بلغاریا د ناټو غړی دی او له وړاندې داسې ګمانونه کېږي چې بلغاریا اوکراین ته «مېګ-۲۹» روسي الوتکې ورکوي.  اوکرایني پیلوټان د دغو الوتکو د الوزولو ښه وړتیا لري.

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا منچستر پوهنتون یو شمېر افغان ښځو ته د ماسترۍ وړیا بورسونه ورکړل

د بریتانیا منچستر پوهنتون ۱۵ افغان ښځو ته د ماسترۍ وړیا بورسونه ورکړي. دا هغه افغان ښځې دي چې د طالبانو په بیا واکمنېدو له هېواده وتلې دي. د منچستر پوهنتون د پوهنې د ماسترۍ د پروګرام مشر الکساندر ګاردنر مکتاګرت ویلي د افغان ښځو د لېوالتیا، په ځان باور او د انګلیسي ژبې له زیات مهارته خوښ دی. په منچستر پوهنتون کې د ماسترۍ اکثر پروګرامونه د کال شااوخوا ۳۰ زره ډالره لګښت لري، خو دا پوهنتون وايي چې ۱۵ افغان مېرمنو ته په وړیا توګه درس ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان ستره محکمه بیا د پارلمان د منحلېدو او د صدراعظم په اړه غونډه کوي

د پاکستان په ستره محکمه کې نن یو وار بیا د پارلمان د منحل کېدو او د صدراعظم د صلب اعتماد د لغوې په اړه غونډه دایرېږي. پرون او وړمه ورځ هم غونډې شوي، خو نتیجه‌یې نه‌ده ورکړې. د پاکستان ولسمشر عارف علوي د یکشنبې په ورځ د صدراعظم عمران خان په غوښتنه پارلمان منحل کړ. د یکشنبې په ورځ په پارلمان کې د عمران خان د صلب اعتماد لپاره رأی‌ګیري کېده چې هغه غونډه هم د پارلمان مرستیال قاسم سوري وځنډوله. دې پرېکړو مخالف ګوندونه وپارول او قضیه‌یې سترې محکمې ته راجع کړه. دمګړۍ عمران خان د سرپرست صدراعظم په توګه دنده مخته وړي.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د دوو قومونو ترمنځ دښمني په سوله بدله شوه

په کابل کې د دوو قومونو ترمنځ دوه کلنه دښمني په سوله او پخلاینه بدله شوه. د مموزي او محمدخېلو قومونو د قومي مشرانو، دیني عالمانو او طالب چارواکو په منځګړیتوب له یو بل سره سوله وکړه. دوه کاله وړاندې د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د غره د جرکشۍ په سر د دغو دوو قومونو ترمنځ وسله‌واله نښته کې نهه تنه وژل شوي و او ١٦ نور ټپيان وو. یوه قومي مشر حاجي سالم جان نعيم‌زوى ازادي راډيو ته وويل: "شېخ صاحبانو په دې اړه له یو بل سره خبرې وکړې او بیا یې موږ ته راجع کړه، موږ د خدای په مرسته هڅه وکړه او بالاخره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر: نړۍ به بوچا ښار د روسیې د نسل‌وژنې د ځای په توګه وپېژني

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وروسته له هغه په بوچا کې روسیه په جنګي جرمونو تورنه کړه چې د روسي پوځیانو له وتلو وروسته د ښار په کوڅو کې په لسګونو جسدونه وموندل شول. بوچا چې تازه د روسي پوځیانو له ولکې ازاده شوې، د راپورونو په اساس په لارو او کوڅو کې یې لسګونه مړي پراته دي. زلنسکي پرون د بوچا ښار په یوه څنډه کې خبریالانو ته غږېده. ده وویل: "دا جنګي جنایتونه دي او نړۍ به‌یې د نسل‌وژنې په توګه وپېژني. تاسو نن دلته یاست او ګورئ چې څه پېښ شوي. موږ پوهېږو چې په زرګونو خلک وژل شوي او شکنجه شوي،... Читать дальше...



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 123ru.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России





Топ 10 новостей последнего часа




Новости России

В нижегородском сквере Интернационалистов высадили 10 крупных каштанов

«1418»: выставка секции «Арт-фото» ТСХР в зале «Лаврушинский`15»

Младенец в Башкирии выжил после падения из окна десятиэтажки

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)


Москва

“Вилла Ливадия” - последние 6 апартаментов в уникальном комплексе у моря






Rss.plus

Более 100 студентов посетило СЛД Курск в рамках акции «Неделя без турникетов»

звезды шоу-бизнеса посетили весеннюю неделю моды estet fashion week

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)

Moscow.media
Москва

Собянин: в Москве начался сезон фонтанов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

София Ротару

Данил Барановский и внучка Софии Ротару




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»

Учитель из Бутово стала «Гуру физкультуры»

Результаты забега на 5 км на Московском полумарафоне. Аплачкина и Голоктионов установили рекорды соревнований


WTA

WTA озвучила Елене Рыбакиной условия для становления второй ракеткой мира



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Архангельск

Лиды для фрилансеров Golubinbot



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России