متحده ایالاتو کې د هوا د خرابۍ له کبله د برېښنا پرچاوي زیاته شوې
په متحده ایالاتو کې د هوا د خرابۍ له کبله د برېښنا د پرچاوۍ موارد په تېرو دوو لسیزو کې دوه ځلې زیات شوي.
اسوشیټډ پرس خبري اژانس د امریکا د دولتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ خبر ورکوي چې د اقلیمي تودوخې له وجې ویجاړوونکو توپانونو په ټول هېواد کې د برېښنا د عمر خوړلي سیستم ډېرې برخې شنډې کړې دي.
اژانس د امریکا د انرژۍ د وزارت د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی چې ۴۰ ایالتونه په ځانګړي ډول هغه چې د هوا د خرابۍ پېښې پهکې ډېرې دي، د برېښنا له اوږدو پرچاویو سره لاس او ګرېوان دي او دا ستونزه ډېره جدي ده.