د افغانستان د فوټسال ملي ټیم بشکېک ته ورسېد
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د اسیایي لوبو د غوراوي په سیالیو کې د ګډون لپاره د قرغزستان پلازمېنې بشکېک ته رسېدلی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف تېره شپه ازادي راډیو ته ویل چې دا لوبډله به په (ب) ګروپ کې له تاجکستان، ازبکستان او نیپال سره لوبې وکړي.
د افغانستان د لوبډلې لومړۍ مسابقه د راتلونکې یکشنبې په ورځ ده.