قامي اسمبلۍ سبا د پاکستان نوی وزیراعظم منتخبوي
د پیپلز ګوند یوه سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخواني مرستیال سپیکر فیصل کریم کنډي د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د قامي اسمبلۍ غونډه د ګل (دوشنبې) پر ورځ ماسپښین ورغوښتل شوې چې پکې به غړي د وزیراعظم د نوماندانو لپاره خپلې رایې کاروي.