د افغانستان واليبال لوبډله بهرنيو سياليو ته چمتووالی نيسي
د افغانستان فوټبال فډراسیون په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د اسیا د والیبال فدراسیون د مهالوېش مطابق د دې رشتې اسیايي لوبې د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو په کټګورۍ کې د ایران په کوربهتوب او د اسیايي هېوادونو د والیبال لوبډلو په ګډون په اګست میاشت کې پیلېږي.
همدا ډول د اسیا د مرکزي زون سیالۍ هم د روان میلادي کال سپټمبر میاشت کې د بنګلهدېش په کوربهتوب کېږي چې د افغانستان د والیبال ملي لوبډله دې دواړو سیالیو ته تیاری نیسي.
د والیبال فډراسیون وايي، د افغانستان د ۱۸ کلونو څخه ښکته د والیبال ملي لوبډلې لوبغاړي هره ورځ د والیبال په سټېډویم کې د دې سياليو لپاره تمرين کوي.