د طالبانو د سوداګرۍ وزارت: په بېلابېلو توليدي برخو کې پانګونه کېږي
![د طالبانو د سوداګرۍ وزارت: په بېلابېلو توليدي برخو کې پانګونه کېږي](https://gdb.rferl.org/b1d7b7f2-44ef-4e0b-8c1c-81841214c8e7_w800_h450.jpg)
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري ازادۍ راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي شوي چې، د هیمپروم په نوم د یوه څو ميليتي شرکت استازي د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په دې اړه خبرې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلومات پر بنسټ، یاد شرکت چې له جرمني، روسیې او چینايي پانګوالو جوړ دی، استازو یې د سوداګری له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چمتو دي چې د خځلو د پروسس، کیمیاوي سری، تیلو، ګازو او بریښنا د تولید په برخو کې پانګونه وکړي.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر یاد شرکت ته هرکلی ویلی او د همکارۍ ژمنه یې ورسره کړې.
دا په داسی حال کې ده چې له سياسي بدلونونو وروسته څو بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.