په کابل کې ځان ته اور اچونکی کس مړ شو
په کابل د استقلال روغتون مسوولین وايي، هغه کس چې د همزنګ په څلور لارې کې ځان ته اور اچولی و تیره شپه په همدغه روغتون کې ومړ. په کابل کې د استقلال روغتون مسئولین وايي، هغه کس چې د دوشنبې په ورځ د کابل په دهمزنګ سیمه کې ځان ته اور اچولی و تېره شپه په همدغه روغتون کې ومړ. د دې روغتون سرطبیب ډاکټر جاوېد یوسف پور په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، د مړه شوي کس د سوځېدنې فیصده ۹۵ و. هغه زیاته کړه: "د دې لپاره چې د وجود د سوځېدولو فیصده یې ډېره و، تېره شپه ۱۱ بجې په ورغتون کې ساه ورکړه او هغه کسان چې د سوځېدو فیصدي یې ډېره وي د مړیني چانس یې ډېر دی.