د امريکا فوټبال لوبډله له مراکش لوبډلې سره دوستانه سيالۍ کوي
د امریکا د فوټبال لوبډله په قطر کې د ۲۰۲۲ نړیوال جام د ګډون لپاره د تیاریو په موخه له مراکش لوبډلې سره دوستانه سیالی کوي.
دا لوبه د غبرګولي په یولسمه په امریکا کې کېږي.
دا امریکا لوبډله په قطر کې د فوتبال په نړیوال جام کې په بي ګروپ له ایران او انګلستان، سره لوبه وکړي او بله سیاله لوبډله یې لا نه ده معلومه.
خو لومړنۍ سیالي یې، چې د لیندۍ په اتمه کېږي له ایران لوبډلې سره ده.
مراکش لوبډله بیا په اف ګروپ کې له بلژیک ، کانادا او کرواسي سره په ګروپ کې یو ځای ده.