ننګرهار کې د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ننګرهار په کچه د فوټسال سیالۍ چې یوه میاشت دمخه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، تېره ورځ ناوخته پای ته ورسیدې.
د دې سیالیو په وروستۍ لوبه کې د پیداګوژۍ او ننګرهار کلپ لوبډلو په خپلو کې سیالي وکړه او لوبه ۳ د ۲ په وړاندې د پیداګوژۍ فوټسال لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده.
د دې سیالیو هدف په ننګرهار ولایت کې د فوټسال لوبې وده بلل شوې.