د هند غوره ليګ؛ نن چينايي سوپر کېنګز او پنجاب کېنګز ډګر ته ښکته کېږي
د هند په غوره لیګ یا IPL سیالیو کې نن چینای سوپر کېنګز او پنجاب کېنګز لوبډلې سره مخامخ کېږي.
دا لوبه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د ممبيي په وانکېډي لوبغالي کې پیلېږي.
دواړه لوبډلې په سږني لیګ کې ښې نه دي ځلېدلي. چینای په خپلو ۷ لوبو کې ۲ ګټلي او پنجاب هم په ۷ لوبو کې ۳ لوبې ګټلي دي.
په سږني IPL کې تر ده مخکې هم پنجاب او چینای لوبډلې سره مخامخ شوې وې چې یاده لوبه پنجاب کېنګز د ۵۴ منډو په توپیر ګټلې وه.