چين: د یوې ودانۍ نړېدو له کبله ۲۳ کسان تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي
د چین په مرکزي برخه کې د یوې ودانۍ د نړېدو له کبله لږ تر لږه ۲۳ کسان تر کنډوالو لاندې راګیر پاتې دي.
چارواکو پرون شنبه وویل، ژغورونکي هڅه کوي د نړېدلو ځایونو په سپړلو سره راګیر کسان وژغوري.
په دې ودانۍ کې یو هوټل، یوه سینما او څو اپارتمانونه وو.
د ودانۍ د نړېدو د علت په اړه چارواکو څه نه دي ویلي.