له طالبانو د رسنيو د ملاتړ ادارې غوښتنه: د بيان او د رسنيو د ازادۍ ملاتړ وکړئ
نی دا خبره د مې د دریمې نېټې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې، چې نن خپره شوې کړې ده.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې ازادې رسنۍ دا مهال په نړۍ کې یو قبول شوی اصل او د انسانانو له پاره یو تعریف شوي حق ګڼل کېږي.
نن مې دریمه نېټه د مطبوعاتو د ازادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
نی په خپله اعلامیه کې د دغې ورځې په مناسب ټولو افغان خبریالانو، رسنیو او له رسنیو د ملاتړ بنستونو ته مبارکي ویلې ده.