خوست کې د تېر او اوسني نظام یتیمان ونازول شول
په خوست کې د سې شنبې په ورځ د تېر او اوسني نظام یتیمانو ته په ګډه د امن اختر تر عنوان لاندې د هڅونې پروګرام جوړ شوى و.
د پروګرام جوړونکو وویل، له دې کاره يې موخه داده چې د دواړو خواوو یتیمانو ترمنځ دوستي او ورورګلوي ټينګه او همداشان چارواکي د دوی روزنې او پالنې ته پاملرنه ډېره کړي.
د پروګرام د جوړونکو له ډلې قاري عبیدالله وویل، یو شمېر سوداګرو او شتمو کسانو او خصوصي ښوونځیو په وړیا ډول یتیمانو ته د زده کړو د شرایطو برابرول پر غاړه واخیستل.
نوموړي زیاته کړه: "موږ په ډېر تعداد يتيمانو ته یو پروګرام جوړ کړی و، داسې چې دوی په خپل منځ کې یو ځای اختر ولمانځي، په نننۍ غونډه کې د معارف ملګري او ملي سوداګر راغلي دي، چې د یتیمانو کفالت يې پر خپله غاړه واخیسته. یتیمانو ته داسې پروګرامونه لرو، چې د سړکونو پر سر سوال کولو ته اړ نه شي، دوی تعلیمي مرکزونو ته لېږو او حتی تر لوړو زده کړو يې مشران مسوولیت پر غاړه اخلي."
د طالبانو د لیکو د یتیمانو د کورنیو د مشرانو په استازولۍ مفتي منور خان ګربز په خپلو خبرو کې په دې خوښي څرګنده کړه، چې اوسني حکومت یتیمانو ته پاملرنه لري.
د تېر نظام د یتیمانو په استازیتوب یتیم ماشوم احمدولي خبرې وکړې او له چارواکو يې وغوښتل، چې د دوی سالمې روزنې او پالنې ته پام وکړي.
د دواړو خواوو د یتیمانو لپاره د امن اختر د پروګرام تابیا کوونکو پر یتیمانو برابرې کړې ډالۍ او یوه اندازه نقدې پیسې وویشلې.
د دې پروګرام جوړونکو له چارواکو وغوښتل، چې یتیمانو سره د موقتي مرستو پر ځای هغوی ته داسې څه په اختیار کې ورکړي، چې د یتیمانو کورنۍ د اوږده مهال لپاره پر ځان بسیا شي او د مرستې تر څنګ دوی د دایمي کار او بوختیا لرونکي شي.