کرنې وزارت: پکتيکا کې زرګونه کورنيو ته خوارکي توکي وېشل شوي
اې ار ډي موسسې په تېرو ۵ میاشتو کې په پکتیکا ولایت کې په ۸۷۰۰۰ بې وزله کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند ملا مستعین عمري ازادي راډيو ته په یوه رالېږلي پيغام کې ویلي دي، د ای ار ډي موسسې لخوا چمتو شوي خوراکي توکي د دې وزات له لوري د پکتیکا ولایت په مرکز شرنه او خیرکوټ، جاني خېلو، یوسف خېلو، یحیا خېلو او ارګون ولسوالیو کې وېشل شوي دي.
په پیغام کې راغلي دي چې د خوراکي توکو د وېش ترڅنګ بزګرو او بڼوالو ته کیمیاوي مواد، کرنیز وسایل او د څارویو خوراکي توکي هم ورکړل شوي دي.
ویل کېږي له بزګرو او بڼوالو سره دا مرستې د کرنیزو محصولاتو او اقتصادي ودې په هدف شوي دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو په بنسټ په ډېرو ولایتونو کې دا مرستې شوې دي چې په پاتې ولایتونو کې به هم وشي.