اڅکزی: د افغانستان د وېش په اړه فکر کوونکي به له ورته برخليک سره مخ شي
محمود خان اڅکزي نن جمعه، په پښین کې د خپل ګوند یوې غونډې ته وویل:"که خدای مکړه افغانستان به په شمال او جنوب تقسیمېږي نو که افغانستان تقسیم شو پاکستان به خامخا تقسیمېږي ایران به خامخا تقسیمېږي."
له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، د نړۍ یوه هېواد هم د دوی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.