پنجشېر کې طالبانو د مقاومت جبهې له لوري د ځینو سیمو نیول رد کړل
مولوي بتار وایي، چې پرون مازدیګر مخالفانو په ځینو سیمو کې ډزې وکړې بیا بېرته د غرونو څوکو ته په شا شول.
بل لور ته د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت اله احمدي پر ټویټر لیکلي دي، چې د دوی وسله والو د پنجشېر په ابشار ولسوالي کې دیارلس طالبان وژلي دي او د دې ولسوالي له مرکز پرته یې نورې سیمې نیولې دي.
دی همداراز ادعا کوي، چې د عبداله خېل دره یې له طالبانو تصفیه کړې ده.