شهباز شريف نن شانګله کې لوی ولسي غونډې ته وينا کوي
د پاکستان سرکاري راډیو د خبر له مخه د وزیر اعظم شهباز شریف د شانګلې د دورې لپاره تیاریانې شوي دي.
دا دوره د مسلم ليګ نون د پراخ رابطه کمپاين یوه برخه ده.
د پاکستان سرکاري ټیلي وژن (پي ټي وي) سره په خبرو کې د وزير اعظم سلاکار انجنير امير مقام چې د شانګلې د سيمې دی، وويل چې د شانګلې ولس د وزير اعظم دورې ته خوشبینه دي.
نوموړي وويل، شهباز شريف به د شنبې پر ورځ به په صوابۍ كې يوې بلې ولسي غونډې ته وينا وکړي.