شمالي کوریا د جاپان بحیرې خوا ته یو توغندی توغولی
د جنوبي کوریا لوی درستیز نن دا خبر ورکړ او د جاپان د دفاع وزیر وویل چې ښايي دا یو بالستیک توغندی وي.
له دې اعلان درې ورځې مخکې پیونګ یانګ خپل وروستی توغندی وازمویه او دا په داسې حال کې ده چې دا اندېښنې په زیاتېدو دي چې شمالي کوریا د یوې بلې اټومي ازموینې لپاره تیاري نیسي.