طالبان: د مقاومت په نوم وسله واله ډله عملاً شتون نه لري
د طالبانو حکومت وايي د «ملي مقاومت جبهې» په نوم کومه وسلواله ډله په افغانستان کې عملي حضور نه لري.
د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح اله مجاهد، تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل، دوی پر ټولو سیمو حاکم دي.
نوموړي ويلي:"موږ خو د مقاومت د جبهې په نوم څوک نه پېژنو، هغه باغي او شریرې ډلې چې په فېسبوک او ټویټر کې څه ادعاوې کوي، په عملي ډګر کې څه نه لیدل کېږي."
تر دې مخکې د طالبانو عمده مخالفې ډلې د مقاومت ملي جبهې په پنجشېر او تخار کې له طالبانو سره د جګړې او ځینو سیمو د نیولو ادعا کړې وه.
د طالبانو یوه مرستیال ویاند انعام اله سمنګاني پرون په خپل ټویټر کې د پېغور په بڼه لیکلي: هغه کسان چې واشنګټن، لندن، برلین او پاریس ته رسېدلي، افغانان دې جګړې ته نه تشویقوي.
هغه ویلي دا کسان دې د پناه غوښتنې لغوه او افغانستان ته راشي او په «مقاومت» دې لاس پورې کړي.