يوناما د حجاب په اړه د طالبانو پر تازه پرېکړې اندېښنه ښودلې
یوناما پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، دا پرېکړه د طالبانو له ګڼو هغو تضمینونو سره په ټکر کې ده، چې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون یې د ټولو افغانانو د حقونو د درناوي او ملاتړ لپاره کړي وو.
د طالبانو د مشر ملا هبت اله اخندزاده د نوي فرمان له مخې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته دنده سپارل شوې چې حجاب په جبري ډول پر ټولو افغان ښځو عملي کړي.