افغانستان بانک د ډالرو هغه نوټونه نور نه اخلي چې ستونزې لري
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ډالرو هغه نوټونه چې تاریخ یې له ۱۹۹۶ کال څخه مخکې وي، څېرې یا پلستر شوي وي، شکل یې له منځه تللی وي یا هم په یو ډول خراب شوي وي او هغه ډالر چې امنیتي علامې یې خرابې شوې او د چېک کولو په وخت کې یې د شمېر ماشین زېګنال ورکړي، د افغانستان بانک ته نور د منلو وړ نه دي.
خو د ډالرو هغه نوټونه چې تاریخ یې له ۱۹۹۶ څخه وروسته دی، که څه هم زاړه او سولېدلي وي خو مخکېنۍ ویل شوې ځانګړنې و نه لري، په ټولو بانکونو او صرافیو کې د منلو وړ دي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هغه ډالر چې له ۱۹۹۶ کال مخکې چاپ شوي وو، په بازار کې په ټيټه بیه تبادله کېدل.