ننګرهار کې بوډیالۍ لوبډله د والیبال سیالیو اتله شوه
د بوډیالۍ لوبډله د ننګرهار د والیبال سیالیو اتله شوه.
د بدني روزنې او ورزش ادارې د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي، په دې سیالیو کې ۲۸ لوبډلو ګډون کړی وو چې تېره ورځ ناوخته د بوډیالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو په پایلوبه کې بوډیالۍ او د مملې ځوانانو لوبډلې سره مخامخ شوې چې د ۳ -۲ پایلې سره د بوډیالۍ لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د دې سیالیو د کېدو هدف والیبال لوبې ته د ځوانانو تشویقول او ولایتي لوبو ته د لوبغاړو تیاری ښودل شوی.